د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې ځواکونو یې په کابل ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیولي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار په پنځمه، شپږمه، اومه، نهمه، دولسمه، دیارلسمه حوزو، په میربچه کوټ او د دهسبز ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو په وسله والو غلاوو، د عامه نظم په اخلالولو، د غیرقانوني وسلو په ګرځولو، شکونو او ورته نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، له دغو کسانو څخه څلور میله وسلې او یو عراده غلا شوی موټر هم تر لاسه شوي دي.
په کابل کې دغه جنایي مجرمین پر داسې مهال نیول کېږي، چې لاهم په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې جنایي جرمونه ورځ تر بلې ډېرېږي او خلک یې اندېښمن کړي دي.