د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۶۳۹ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، د نوو ثبت شوو پېښو له ډلې ډېری یې په کابل، بلخ،کندهار او غزني ولایتونو کې دي.
د ده په خبره، ۱۸۸ په کابل، ۲۴ په بلخ، ۳۴ په کندهار او ۳۵ تنه په غزني ولایت کې پر دې ناروغۍ ککړ شوي او پاتې نور یې په بېلابېلو ولایتونو کې دي.
مجروح زیاتوي، څلور افغانان له کویډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي، ۴۳ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۱۳۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۹۱ تنو ته رسېدلی دی.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم تدابیر ونیسي.