ads

د پکتیکا ولایتي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب کړی

د پکتیکا ولایتي روغتون یو روغتیا پال محمد اقبال کلید ته وویل، له څو میاشتيو راهیسې د معاش د ډېرېدو او پر وخت ورکړې غوښتنه کېږې، خو تر اوسه يې عملي هېڅ هم نه دي لیدلي. هغه څرګندوي: «که له دې وروسته يې معاش او نور امتیازات پر خپل وخت ورنه کړل شي، روغتون تړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 غویی 1399
د پکتیکا ولایتي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب کړی

د پکتیکا ولایتي روغتون یو روغتیا پال محمد اقبال کلید ته وویل، له څو میاشتيو راهیسې د معاش د ډېرېدو او پر وخت ورکړې غوښتنه کېږې، خو تر اوسه يې عملي هېڅ هم نه دي لیدلي.
هغه څرګندوي: «که له دې وروسته يې معاش او نور امتیازات پر خپل وخت ورنه کړل شي، روغتون تړي اوپه خبره يې مسولیت به يي د پلي کوونکې موسیسې (او اچ پي ام) پر غاړه وي.»
ډاکتر غوث الدین دانش وايي، د ننني اعتراض درې عمدي غوښتنې که يې ونه منل شي، دوی اړ دي په نورو لارو چارو غور وکړي او یا هم د دندو پريښودو ته اړ شي.
نوموړي وویل: «معاش باید پر خپل وخت ټولو کارکوونکو ته ورکړل شي، حق الخطر چې د هغه په خبره د دوی قانوني حق دی ونه ځنډول شي او د فیصدي امتیاز يې ژر تر ژره ورته ورکړل شي.»
د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله رسولي کلید سره په خبرو کې وویل، په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکونکو د معاشونو د ځنډ او امتیازاتو د کمېدو ستونزه شته، خو د حل په هدف يې کار روان دی: «دا مسله په ټول هېواد کې شته ده، خو د حل په هدف یې هڅې روانې دي.»
هڅه مو وکړه، د ولایتي روغتون د روغتیا پالانو کاري اعتصاب په اړه د پلي کوونکې موسیسې ( او اچ پي ام) نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نشول.
یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم څو ځله په پکتیکا کې د روغتیا برخي پلي کوونکې موسیسې (او اچ پي ام) له خدماتو روغتیا پالانو او ځايي خلکو څخه شکایتونه کړي او دوه ځله خو يې پر خلاف لاریونونه هم شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA