د پاکستان د پوځ نوى لوى درستيز د يو لړ مسايلو په اړه د خبرو په هدف په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته رسېدلى دى.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال قمر جاوېد باجوه د رياض په هوايي ډګر کې د سعودي عربستان د دفاع وزير محمد بن عبدالله له تود هرکلي مخ شو.
ټاکل شوې باجوه د سعودي عربستان له نظامي لوړ پوړو چارواکو سره وويني.
عربستان د پاکستان نږدې ملګرى هېواد بلل کېده، خو په دې وروستيو کې يې د ځينو مسايلو له كبله اړيکې يو څه سړې شوې دي.