د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار په درېيمه حوزه کې دافغان او نړيوالوځواکونو په هوايي او توپچي عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د يوه قومندان په ګډون ۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د هلمندولايت له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې کوم عمليات چې د افغان او نړيوالو ځواکونو په هوايي ملاتړ ددې ولايت په درېيمه حوزه بشران سيمه کې تر سره شوي دي، په پايله کې د يوه قومندان صابراغاه په ګډون ۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه ليکي، چې د دغو عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.