وسله وال طالبان وايي، په هېواد كې د ټولو ملي پروژو، چې د ولس په ګټه وي او د هېواد د پرمختګ، د ولس د ښېرازۍ او سوکالۍ سبب ګرځي، نه يوازې دا چې ملاتړ يې کوي، بلکې ساتنې ته يې هم ژمن دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې له ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او مس عينک پروژو، مواصلاتي لارو، رېل پټلۍ، د برېښنا او کرنې سترو بندونو او دې ته ورته نورو پروژو څخه د ملاتړ اعلان شوى دى.
په خبرپاڼه كې وسله والو طالبانو ته لارښوونه شوې، چې د ټولو ملي پروژو د امنيت په ساتلو کې مرسته وکړي.
طالبان په داسې حال كې له ملي پروژو د ملاتړ اعلان كوي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ پرون رسماً پرانيستل شوه.