ads

غزني کې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۹۶ پېښې ثبت شوي

په غزني کې د ښځو چارو د رياست چارواکي وايي، چې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي۹۶ پېښې ثبت شوي دي، چې د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي.

نویسنده: The Killid Group
9 لیندۍ 1395
غزني کې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۹۶ پېښې ثبت شوي

په غزني کې د ښځو چارو د رياست چارواکي وايي، چې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي۹۶ پېښې ثبت شوي دي، چې د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي.
د غزني ولايت د ښځو چارو د رياست مشرې شکريې ولي له کليد سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې روان کال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
نوموړې وايي، چې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې ورسره د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي او زور زياتي ۹۶ پېښې ثبت شوي، حال دا چې په ټول تېر کال کې دغه شمېره ۸۰ پېښو ته رسېده.
شکريه ولي زياتوي، چې په ثبت شويو پېښو کې د قتل يا ځان وژنې پېښه نشته خو په ټوله کې د نفقې د نه ورکول، فزيکي زور زياتی، له خوښې پرته ودونه، بدل او له قانوني عمر مخکې ودونه په کې شامل دي.
د ښځو چارو د رياست مشره وايي، چې لا هم د غزني په لرې پرتو سيمو کې ښځې له خپلو ابتدايی حقونو څخه بې برخې دي او تر ډېره د ښځو مدافع ارګانونو ته هم لاسرسی نه لري، چې په وينا يې د ښځو پر وړاندې د زور زياتيو ډېرې پېښې له همدې کبله پټې پاتې کېږي.
شکريې ولي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې قضيې يې د عدلي او قضايي ارګانونو پر مټ حل کړي او ډېری عاملين يې حتا په بند محکوم شوي، چې اوسمهال په زندان کې شپې او ورځې تېروي.
هغې له ديني عالمانو او رسنيو څخه غوښتنه وکړه، څو د ښځو د حقوقو په اړه د مساجدو د منابرو او خپرونو له لارې خلکو ته د پوهاوي په ورکولو کې له دوی سره همکار شي.
په همدې حال کې د ښځو د حقونو د ملاتړ ځينې فعالانې پر حکومت له دې کبله نيوکه کوي، چې ښځو ته يې د حقوقو د اعادې او دفاع په برخه کې لکه څرنګه چې لازمه وه، څه نه دي کړي او تر ډېره يې پر سطحي او لنډ مهاله پروګرامونو تمرکز کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA