ads

غزني ښار کې له ځينو سړکونو څخه موانع لرې شوې

د غزني ښار له ځينو سړکونو څخه سمټي موانع،چې نږدې يو کال مخکې د امنيتي تدابيرو په موخه اېښودل شوې وې، د خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته تېره ورځ له غرمې وروسته لرې شولې.

نویسنده: The Killid Group
9 لیندۍ 1395
غزني ښار کې له ځينو سړکونو څخه موانع لرې شوې

د غزني ښار له ځينو سړکونو څخه سمټي موانع،چې نږدې يو کال مخکې د امنيتي تدابيرو په موخه اېښودل شوې وې، د خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته تېره ورځ له غرمې وروسته لرې شولې.
د غزني ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي خبريالانو ته وويل، چې د ښار پر ځينو سړکونو د مخکنيو چارواکو لخوا د امنيتي ګواښونو له کبله موانع اېښودل شوې وې، چې اوسمهال يې د خلکو په غوښتنه له ځينو هغو سړکونو څخه ياد موانع لرې کړل، چې له دولتي ارګانونو څخه لرې او د خلکو ګڼه ګوڼه پرې ډېره وه.
پر سړکونو د دغو موانعو له اېښودلو سره ډېری تجارتي مارکېټونو ته د وسايطو لارې بندې شوې وې، چې د سلګونو هټۍ والو پر کاروبار يې هم منفي اغېز کړی و.
په غزني کې د سوداګرۍ خونو مشر عبدالمتين قلندري کليد سره خبرو کې د ښار د ځينو سړکونو پر بېرته پرانيستلو خوښي څرګنده کړه.
نوموړی وايي، چې په ښار کې د سړکونو د بندوالي له کبله سوداګريزې چارې له خڼد سره مخ شوې وې او سلګونه هټۍ وال يې له ستونزو سره مخ کړي وو.
نوموړي د امنيې قومندانۍ له دغه اقدام څخه د قدردانۍ تر څنګ هيله وښوده، څو د ښار له ځينو نورو سړکونو څخه هم اېښودل شوې موانع لرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د غزني ولايت پر استېناف محکمې د ځانمرګو بريدګرو له بريد وروسته امنيتي ارګانونو د امنيتي تدابيرو د ټينګولو په پلمه د ښار شاوخوا ۵۰ سلنه سړکونه د سمټي موانعو په اېښودلو سره وتړل، چې له کبله يې ولسي خلک او هټۍ وال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA