د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه يوازې د حکومت نه، بلکې د ولس دنده هم ده.
نوموړي دا خبره تېره ورځ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د يووالي ملي اونۍ نمانځغونډه کې د وينا په مهال وکړه.
هغه زياته کړه، چې د ټولنې هر فرد بايد د خپلې ايماني او وجداني وجيبې له مخې د دغې شومې پديدې د کرکېلې، توليد، قاچاق او ټرافيک په مخنيوي کې عملي او ريښتينى ګام واخلي.
د نعيمي په خبره، دوى هڅه كوي په لغمان کې د کوکنارو کرکېله صفر ته راښکته او هغه امتيازات، چې په دې برخه کې د اړوند وزارت له لوري له کوکنارو څخه پاک ولايت ته ورکول کېږي، خپل کړي.
هغه د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پر وزارت نيوکه وکړه، چې لغمان ته يې سربېره پر دې، چې د نشه يي توکو کرکېله كې يې تر ډېره بريده کمى راوستى، هېڅ د پام وړ پاملرنه، نه ده کړې.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې د تېر كال په پرتله سږ كال د نشه يي توکو توليد ۴۳ فيصده زيات شوى دى.