د اسراييلو په ځنګلونو کې لګېدلى اور لوېديځې غاړې يهودي مېشت ځايونو ته خپور شوى دى.
د راپورونو له مخې، د لګېدلي اور له كبله دوه زره کورونه له خلکو خالي کړاى شوي او ۳۲ زره هکټاره ځمکه د اور د لمبو خوراک شوې ده.
اور وژونكي تراوسه نه دي توانېدلي، چې دغه اور کابو كړي.
اور د تېرې سې شنبې له ورځې په ځنګلونو کې لګېدلى، چې اوس د لوېديځې غاړې رام الله او نابلوس ته رسېدلى، چېرې چې د يهودانو غير قانوني ودانۍ موجودې دي.
زرګونه خلک له شاوخوا سيمو ايستل شوي او تراوسه ۴۵ کورونه سوځېدلي دي.
اسراييلي چارواکو ادعا کړې، چې ښايي اور په لوى لاس فلسطينيانو لګولى وي، چې په همدې هدف يې د يو شمېر اور لګوونکو انځورونه او نومونه هم په ډاګه کړي دي.