د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په پچیر اګام ولسوالۍ کې یې د روانو شاهین شل عملیاتو پرمهال ۷ داعش وسله وال ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته په پچیر اګام ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په روانو عملیاتو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال ۷ داعش وسله وال ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په دغه بریدونو کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې تخریب او یو شمېر یې افغان ځواکونو تر لاسه کړې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.