ads

كابل ښار كې د قيلون ټولولو كمپاين دوام لري

په كابل ښار كې د قيلون ټولولو د شپږ ورځني كمپاين په لومړۍ ورځ د شهر نو او كلوله پشته سيمو له هوټلونو لسګونه قيلونونه ټول كړاى شول.

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1395
كابل ښار كې د قيلون ټولولو كمپاين دوام لري

په كابل ښار كې د قيلون ټولولو د شپږ ورځني كمپاين په لومړۍ ورځ د شهر نو او كلوله پشته سيمو له هوټلونو لسګونه قيلونونه ټول كړاى شول.
دغه كمپاين تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت له لوري د څلورمې امنيتي حوزې، چاپېريال ساتنې ادارې، كابل ښاروالۍ او رسنيو په همكارۍ د يادې امنيتي حوزې له مربوطاتو پيل شو او ټاكل شوې نن په درېيمه امنيتي حوزه كې تطبيق شي.
د عامې روغتيا وزارت د تمباكو د كنټرول او رواني ډيپارټمنټ مسوول بشير احمد سروري وايي، په دې كمپاين كې هغه لويې سيمې، چې قيلون په كې څكل كېږي، هدف ګرځول كېږي، ترڅو په سرپټو ځايونو كې له تنباكو د ګټې اخيستنې د مخنيوي قانون پلى او په راتلونكې كې يې د پراخوالي مخنيوى وشي.
سروري زياتوي، په لومړي پړاو كې د قيلون څكلو وسايل ضبطېږي او توصيه كېږي، چې نور دغه كار ترسره نه شي او راتلونكو پړاوونو كې به تر دې جدي اقدامات وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې دوه ورځې وړاندې د كابل ښار يو شمېر اوسېدونكي او مدني فعالان له كليد سره خبرو كې پر قيلون كارونې د بنديز لګولو غوښتونكي شول.
د دوى په وينا، كه دولت د قيلون د استعمال مخه ونه نيسي، نو ډېر ژر به په هېواد كې د نجونو په ګډون ګڼ شمېر ځوانان په دغو موادو روږدي شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA