ads

پنټاګون: بګرام پوځي اډه کې ځانمرګي بريد څلور امريکايان وژلي

د امريكا د دفاع وزارت وايي، چې په بګرام پوځي اډه کې د پروني ځانمرګي بريد له كبله څلور امريکايان وژل شوي، ۱۶ امريكايان او يو پولنډى ټپيان شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
23 لړم 1395
پنټاګون: بګرام پوځي اډه کې ځانمرګي بريد څلور امريکايان وژلي

د امريكا د دفاع وزارت وايي، چې په بګرام پوځي اډه کې د پروني ځانمرګي بريد له كبله څلور امريکايان وژل شوي، ۱۶ امريكايان او يو پولنډى ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شويو کسانو کې دوه امريکايي سرتېري او دوه امريکايي قرارداديان دي، چې په ياده اډه کې يې کار کاوه.
د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
کارټر ويلي، چې د بريد په اړه به پلټنې وکړي او په وينا يې هغوى چې دا بريد يې کړى، دوى د خپل امنيت له ساتلو او افغانستان سره د مرستې له کولو نشي راګرځولى.
ځايي چارواكي وايي، ځانمرګي بريد كوونكي پرون سهار د كارګرانو په منځ كې ځان د بګرام هوايي ډګر داخل ته ورساوه او خپلو چاودېدونكو توكو ته يې چاودنه وركړه.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او لسګونو امريكايي سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA