ads

د ننګرهار په اچين کې ۱۳ داعشيان وژل شوي دي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره ورځ اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
23 لړم 1395
د ننګرهار په اچين کې ۱۳ داعشيان وژل شوي دي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره ورځ اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، دغه بريد د اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې شوى دى.
د هغه په وينا، په وژل شويو داعش وسله والو كې ډېرى يې پاکستانيان دي.
نوموړي زياته كړه، په دغه هوايي بريد کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خوګياڼى زياتوي، په ترسره شوي بريد کې ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA