ads

د بلوچستان په شاه نوراني زيارت كې د چاودنې تلفات زيات شوي دي

د پاكستان د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي وايي، تېر ماښام د خضدار سيمې په شاه نوراني مزار کې د چاودنې له كبله د وژل شويو كسانو شمېر ۵۲ تنو ته لوړ شوى دى.

نویسنده: The Killid Group
23 لړم 1395
د بلوچستان په شاه نوراني زيارت كې د چاودنې تلفات زيات شوي دي

د پاكستان د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي وايي، تېر ماښام د خضدار سيمې په شاه نوراني مزار کې د چاودنې له كبله د وژل شويو كسانو شمېر ۵۲ تنو ته لوړ شوى دى.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې له ۱۰۰ زيات نور کسان ټپيان شوي هم دي.
سرفراز بګټي زياتوي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.
تراوسه نه ده روښانه، چې دا ځانمرګى او که ريموټ کنټرول بمي بريد و.
ويل کېږي شاوخوا شپږ سوه کسان په دغه زيارت کې وو او صوفيانه مذهبي مراسم يې ترسره کول.
تر دې مخکې د تېرې اکټوبر مياشتې په ۲۵مه نېټه د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د پوليس زده کوونکو پر اکاډمۍ بريد كې له ۶۰ زيات کسان ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA