د بهرنيو چارو، فوايد عامې او کار او ټولنيزو چارو وزيرانو له صلب صلاحيت وروسته جمهور رييس محمد اشرف غني تېره شپه په ارګ كې د ولسي جرګې د كمېسيونونو له رييسانو او اداري پلاوي سره په ليدنه كې له هغوى وغوښتل، چې د وزيرانو د استيضاح لړۍ ودروي.
هغه وويل، په اوس وخت كې د كابينې د بدلون بيه ډېره لوړه ده، ځكه هغه كس چې تازه د يو وزارت پر څوكۍ ګومارل كېږي، د ستونزو درك كول، له كار سره بلدېدل او تحرك پيدا كول يې ډېر وخت نيسي.
د جمهور رييس غني په خبره، د افغانستان كابينه پياوړې شوې، ستونزې يې درك كړې دي او په همدې دليل له ولسي جرګې غواړي، چې اجازه وركړي، ترڅو نوره هم پياوړې شي.
د پراختيايي بودجې د کم مصرف له کبله د صلاح الدين رباني، محمود بليغ او نسرين اورياخېل له استيضاح او سلب صلاحيت وروسته ټاكل شوې ولسي جرګه د كابينې ۱۴ نور وزيران هم له همدې كبله استيضاح كړي.