ads

مايکل مکېنلي: امريکا د افغانستان په اړه خپله بهرنۍ تګلاره نه بدلوي

په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو سفير وايي، که د امريکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او يا د ډموکرات ګوند له کانديدانو څخه هر يو بريالی کيږي، د افغانستان په هکله به ددې هېواد په سياست کې کوم بدلون رانه شي.

نویسنده: The Killid Group
19 لړم 1395

په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو سفير وايي، که د امريکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او يا د ډموکرات ګوند له کانديدانو څخه هر يو بريالی کيږي، د افغانستان په هکله به ددې هېواد په سياست کې کوم بدلون رانه شي.
په كابل کې د امريکا سفير مايكل مكينلي نن سهار په کابل کې خبريالانو ته وويل، امريکا به د هغو ژمنو له مخې چې په وارسا او بروکسل کې له افغانستان سره کړي، خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکړي.
دهغه په خبره د هېواد بهرنی سياست يې له پخوا څخه جوړ شوی دی او د ډونالډ ټرمپ يا هېلري کلنټن په راتګ سره بدلون نه مومي: ((د افغانستان په هکله به د امريکا په تګلاره کې کوم بدلون را نه شي، موږ د هغو ژمنو له مخې چې په وارسا او بروکسل کې مو له افغانستان سره کړي، له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ژمن يو، د جمهوري رياست د هر کانديد په ټاکل کېدو سره که هغه د جمهوري غوښتونکو او يا د ډيموکرات ګوند څخه وي، له افغانستان سره زموږ اړيکې بدلون نه مومي، ځکه چې زموږ بهرني سياستونه له پخوا نه جوړ شوي دي)).
مكينلي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جمهوري رياست کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو پر مهال له افغانستان څخه يادونه و نه کړه وويل، په امريکا کې اصول دادي چې کانديدان تر ډېره کورنيو مسايلو ته پام اړوي تر څو د خلکو ملاتړ جلب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA