ads

غزني کې د غلو د یوې ډلې مشر ونیول شو

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایې پېښو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د غزني ښار له اړوندو څخه د غلو د یوې ډلې د مشر په ګډون دوه تنه له وسلو سره یوځای نیولي دي.

نویسنده: The Killid Group
18 لړم 1395
غزني کې د غلو د یوې ډلې مشر ونیول شو

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایې پېښو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د غزني ښار له اړوندو څخه د غلو د یوې ډلې د مشر په ګډون دوه تنه له وسلو سره یوځای نیولي دي.
د غزني ولایت له جنایي پېښو سره د مبارزې د مدیریت مشر سمونوال محمد قاهر (ناصري) نن د یوې خبري ناستې پر مهال چې نیول شوي غله یې هم خبریالانو ته وښودل وویل، چې منسوبینو یې وړمه ورځ ماښام د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلو د یوې ډلې مشر توریالی له یوه بل ملګري سره یوځای د لومړۍ حوزې اړوند د منارونو په سیمه کې نیولی دی.
نوموړی وایي، چې دغو کسانو به هره ورځ د غزني ښار په بېلابېلو سیمو کې سهار او ماښام مهال دوکانداران او خلک لوټل، چې له دوو کلونو راهیسې د دوی تر تعقیب لاندې وو.
ناصري وایي، چې د دې ډلې نور غړي یې هم تر تعقیب لاندې دي او ډېر ژر به هغوی هم د قانون منګولو ته وسپاري.
هاخوا یوه تن نیول شوي غله خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې یوې نیمې میاشتې راهیسې یې غلاوو ته مخه کړې او اوس یې پر کړنو سخت پښېمانه دی.
د یادونې وړ ده، چې څلور ورځې مخکې هم د غزني ولایت له جنایي پېښو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو هغه پنځه تنه غله نیولي وو، چې له صرافانو او سوداګرو څخه یې ملیونونه افغانۍ غلا کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA