نن په هېواد كې د پوليو ضد واكسين كمپاين پيل شو، چې په ترڅ كې به يې پنځه اعشاريه شپږ ميليونه ماشومان واكسين شي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې دغه كمپاين د ۲۵ زرو واكسيناتورانو له خوا په ختيځو، جنوب او جنوب ختيځو ولايتونو كې تطبيقېږي.
د عامې روغتيا د وزير فېروزالدين فېروز په وينا، په دې كمپاين كې، چې څلور ورځې دوام كوي، له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين كېږي.
نوموړى د ماشومانو له كورنيو غواړي، كه چېرې هغوى له واكسينه پاتې كېږي، نو نږدې روغتيايي مركز ته دې د خپلو ماشومانو د واكسينولو لپاره مراجعه وكړي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان ميلادي كال كې په كونړ، پكتيكا، هلمند او كندهار ولايتونو كې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان، پاكستان او نايجيريا هغه هېوادونه دي، چې تراوسه د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو نه دي توانېدلي.