امنيتي ځواكونو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو كې څلور وسله وال وژلي دي.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د امنيتي ځواكونو د سيمرغ په نوم د عملياتو په ترڅ كې، چې تېره شپه يې د مركز پل علم د شهيدانو کلا او الوزي سيمه کې ترسره کړل، د فريد احمد په نوم يو وسله وال ووژل شو.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال يو هاوان، يو ميل کلاشينکوف، يو موټر سايکل، يو بوشکه يي ماين او يو دوربين د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچينه همدارنګه وايي، تېره شپه وسله والو مخالفينو د برکي برک ولسوالۍ د حاجي فريد پر پوسته ډزې وکړې، چې د امنيتي ځواكونو په ځوابي بريد کې درې تنه وسله وال ووژل شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.