ads

غزني کې کوچیانو ته د یوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ښار ختیځ ته په لس کیلو مټرۍ کې د قلعه جوز په سیمه کې د لومړي ځل له پاره کوچیانو ته د یوه اساسي روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

نویسنده: The Killid Group
16 لړم 1395
غزني کې کوچیانو ته د یوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ښار ختیځ ته په لس کیلو مټرۍ کې د قلعه جوز په سیمه کې د لومړي ځل له پاره کوچیانو ته د یوه اساسي روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني ولایت د عامې روغتیا د ریاست مشرې ډاکتر ضیاګل اسفندي د دغه روغتون د بنسټ د ډبرې اېښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې پر ودانۍ یې نږدې ۷ ملیونه افغانۍ لګښت رازي، چې د عامې روغتیا وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي.
اسفندي زیاته کړه، د دغه روغتون ودانۍ ۱۷ خونې لري، چې د رغولو چارې به یې په ۷ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ډاکټر اسفندي په خپلو خبرو کې وایي، چې ددغه روغتون له رغېدو وروسته به د مجرب پرسونل او په لاس کې شته امکاناتو سره په سیمه کې مېشتو کوچیانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې قلعه جوز د غزني ښار لوېدیځ ته پرته سیمه ده، چې سلګونه کوچیانو هلته د هستوګنې کورونه رغولي او په کې مېشت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA