ads

ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د داعش ډلې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي، دی وايي، دا بریدونه نن سهار ۳ بجې ترسره شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
7 تله 1395
ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د داعش ډلې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي، دی وايي، دا بریدونه نن سهار ۳ بجې ترسره شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د داعش ډلې د یوه قوماندان قاري حمزه او د دوی د یوه قاضي محمد په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

مشرقیوال وایي، چې په یادو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده یې کره شمېره نه درلوده.

خو له سیمې یو شمېر راپورنه وایي، چې دغه هوایي بریدونه په اچین ولسوالۍ کې د ملک اخترمحمد په حجره شوي، چې پکې له حج څخه د راغلو حاجیانو مبارکۍ ته ولسي وګړي ورغلي وو، چې پرمهال یي ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي د پېښې د منلو تر څنګ وایي، چې ملکي وګړو ته هم په دغه پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لورته بیا د وسله والو طالبانو له لوري کلید ته په را لېږل شوي ټلیفوني پیغام کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د اچین ولسوالۍ شډل بازار کې د ولسي وګړو په یوه کور شوي، چې پر مهال يې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA