ads

په پکتيکا کې له يوه معيوب سره د يوه زرنج موټرسايکل مرسته وشوه

د ملګرو ملتونو د ماين پاکي د څانګې له لوري د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ له يوه تن معيوب سره د يوه زرنج موټر سايکل مرسته وشوه.

نویسنده: The Killid Group
6 تله 1395
په پکتيکا کې له يوه معيوب سره د يوه زرنج موټرسايکل مرسته وشوه

د ملګرو ملتونو د ماين پاکي د څانګې له لوري د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ له يوه تن معيوب سره د يوه زرنج موټر سايکل مرسته وشوه.

د غزني او پکتيکا له پاره د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د څانګې استازي عنايت الله په دې اړه کليد ته وويل، چې د دوی اداره د هغو خلکو له کورنيو سره چې په نږدې يوه مياشت کې د جنګ جګړو له امله متضررې شوي وي مرستې کوي.

نوموړي وويل:(( په دې مرستوکې عاجل خوراکي توکي، په رواني او فېزيوتراپي برخوکې روغتيايي مرستې او اقتصادي مرستې شاملې دي، لکه، نن مو چې دې معيوب ته يوه رکشا ورکړه شاملي دي)). 

د ولايت د مقام استازي صلاح الدين ايوبي ددې مرستې د ورکړې پر مهال کليد ته وويل چې دغه مرسته ديوې متضررې کورنۍ سره په رښتيا هم يوه لويه او ښه مرسته ده ځکه چې زموږ په هېواد کې جنګ جګړو ډېر خلک مجبورکړي چې دا ډول مرستو ته اړتيا لري ترڅو تر يوه بريده په ځان بسياشي.

د يادونې ده چې په افغانستان کې څو لسيزو جنګ جګړو خلکو ته د زياتې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ګڼ شمېر کورنۍ بې سر پرسته کړي هم دي، چې اوس په ډېرې بې وزلۍ کې دي او د ژوند له زياتوکړاوونو سره لاس او ګرېوان دي، چې دې ته ورته مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA