ads

د پکتيکا لپاره پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړېږي

د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت لپاره يې پر يو پينځه کلن ستراتيژيک پلان کار پيل کړى، چې ډېر ژر به بشپړ شي.
د ستراتيژيک پلان جوړولو په لومړني ورکشاپ کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل، پينځه کلن ستراتيژيک پلان ډېر اړين دى

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1395
د پکتيکا لپاره پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړېږي

د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت لپاره يې پر يو پينځه کلن ستراتيژيک پلان کار پيل کړى، چې ډېر ژر به بشپړ شي.
د ستراتيژيک پلان جوړولو په لومړني ورکشاپ کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل، پينځه کلن ستراتيژيک پلان ډېر اړين دى او هدف دا دى، چې پر بنسټ يې د ولايت اړتياوې، امکانات، فرصتونه، خدماتي موارد او پرمختيايې موقع په ډاګه شي.
دغه راز وحدت زياته کړه، په ټوله کې له پلان څخه پرته پرمختګ ناشونى دى.
د پکتيکا والي د ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ستراتيژيک پلان د جوړولو لپاره له مرکز څخه له ورغلي پلاوي سره مرسته وکړي او هغه مواد، چې دوى ورته اړتيا لري په وخت يې ورته برابر کړي.
د معلوماتو له مخې، د زريزو پرمختيايي هدفونو، د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژۍ او ملي لومړيتوبونو لرونکو پروګرامونو پر بنسټ ولايت ته پينځه کلن ستراتيژيک پلان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري ترتيبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA