ads

د جلال اباد ښار د پاکولو حشر پيل شو

ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه حشر د پيل په مهال والي سليم کندوزي د افغان ځوانانو مدني بهير، ځوان ټولنيز بنسټ او نورو بهيرونو د ياد نوښت ستاينه وکړه، چې له ښاروالۍ سره يې د ښار د پاکۍ په برخه کې همکاري پيل کړه

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1395
د جلال اباد ښار د پاکولو حشر پيل شو

د افغان ځوانانو مدني بهير په نوښت او د ښاروالۍ په تخنيکي همکارۍ نن سهار د چارواکو او ځوانانو له لوري د جلال اباد  ښار د پاکولو حشر پيل شو.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه حشر د پيل په مهال والي سليم کندوزي د افغان ځوانانو مدني بهير، ځوان ټولنيز بنسټ او نورو بهيرونو د ياد نوښت ستاينه وکړه، چې له ښاروالۍ سره يې د ښار د پاکۍ په برخه کې همکاري پيل کړه.

نوموړي د جلال اباد ښاريانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د ښاروالۍ کارکوونکو سره يو ځاى د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي.

ياد حشر، چې د جلال اباد ښار بي بي حوا لېسې څخه پيل شو، په ترڅ کې يې د دغه ښار بېلابېلې سيمې پاکې شوې .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA