ads

خوست كې د ۶۱ ميليونه افغانيو په ارزښت پارك پرانيستل شو

په خوست کې د۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت يو ملي پارک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. دا تفریحي پارک د خوست ښارلويدیځه برخه کې د پروژې باغ ترڅنګ موقیعت لري، چې د  نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزرات په مالي لګښت له هغو  پیسو جوړ شوی چې هرکال د وزارت لخوا هغو ولایتونوته […]

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1395
خوست كې د ۶۱ ميليونه افغانيو په ارزښت پارك پرانيستل شو

په خوست کې د۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت يو ملي پارک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دا تفریحي پارک د خوست ښارلويدیځه برخه کې د پروژې باغ ترڅنګ موقیعت لري، چې د  نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزرات په مالي لګښت له هغو  پیسو جوړ شوی چې هرکال د وزارت لخوا هغو ولایتونوته د جایزې په توګه ورکول كېږي چې د مخدره موادو کرکیله په کې صفر شوې وي.
د خوست ملي پارك د پرانيستې په مراسمو كې د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي هم ګډون كړى و او په خپله وينا كې يې وويل، دوی په خوست کې د نورو اړینو پرژو د پلي کولو په هڅه کې دي: (( ولايتي ادارې په ټولو هڅو دلته د كوكنارو كچه صفر ته راښكته كړې، موږ هڅه كوو چې ګڼې پروژې دلته پلې كړو.))
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل یاد شوی پارک پر ۴۸ جریبه ځمکه د اتلسو میاشتو په موده کې جوړشوی دی
والي د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزارت له چارواکو څخه د زراعت او نور رغیزنیزو پرژو غوښتنه هم وكړه: (( خوست ولايت كې يو لوى تفريحي پارك د ۶۱ ميليونه افغانيو په لګښت د جي پي آى پروګرام له لارې جوړ شوى، دا بسنه نه كوي، خوست يو كرنيز ولايت دى او دلته د ګڼو پروژو پلي كېدو ته اړتيا ده.))
یاد تفریحي پارک د يو جومات تر څنګ د فوټبال، والیبال او كركټ لوبغالي هم لري. دغه راز د خوست په ملي پارك كې د ماشومانو لپاره د تفريح او ساعت تېرۍ ځانګړي ځايونه هم جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA