ads

د كندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوول د كليد راډيو خبريال ته سپكاوى كړى

کندهار کليد راډيو په هماغه ورځ ولايت مقام ته د ښاغلي نصر الله زهير د ناوړه خبرو کليپ له يو رسمي شکايت سره واستاوه او په دې اړه يې د خبريالانو د ملاتړ ادارې نی ته هم شکايت وکړ.

نی، نن په دې اړه يوه غونډه رابللې وه، چې په كې د پريس کلب، محلي رسنيو مسوولينو او نورو خبريالانو ګډون کړی و

نویسنده: The Killid Group
9 وږی 1395
د كندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوول د كليد راډيو خبريال ته سپكاوى كړى

د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوول نصرالله زهیر په دغه ولايت كې د کلید راډیو خبریال ته د ټليفوني مرکې پرمهال سپکې سپورې ویلي دي، چې په كندهار كې يې د خبريالانو پر وړاندې د چارواكو د ناوړه چلند په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د کندهار خبريالانو او د خبريالانو د ملاتړ ادارو د کليد راډيو له خبريال سره ناوړه چلند غندلی او وايي، چي په وړاندي به يې جدي ودرېږي.

درې ورځې وړاندې د کندهار کليد راډيو خبريال تاج محمد ساحل غوښتل چې د چمن دروازې د تړل کېدو او سوداګرو ته د ور اوښتو زيانونو په اړه د کندهار د سوداګرۍ د خونې رئيس نصر الله زهير سره ټليفوني مرکه وکړي، خو زهير دا موضوع ډېره بابېزه ځواب کړه او د کلید خبريال تاج محمد ساحل ته يې سپکي سپورې وويلې.

د کندهار کليد راډيو په هماغه ورځ ولايت مقام ته د ښاغلي نصر الله زهير د ناوړه خبرو کليپ له يو رسمي شکايت سره واستاوه او په دې اړه يې د خبريالانو د ملاتړ ادارې نی ته هم شکايت وکړ.

نی، نن په دې اړه يوه غونډه رابللې وه، چې په كې د پريس کلب، محلي رسنيو مسوولينو او نورو خبريالانو ګډون کړی و.

تاج محمد ساحل، چې له کندهار کليد راډيو سره يې د خبريالۍ درې كاله پوره كېږي، د نی په جوړه شوې غونډه کي وويل، د کندهار د سوداګرۍ خونې رئيس ته يې د معلوماتو اخيستلو لپاره زنګ وهلی و او له هغه څخه يې د ښکنځلو تمه نه درلوده: (( د چمن د دروازې په بندېدو راڅخه مركزي دفتر جزيات غوښتي وو چې راپور وركړم تر څو معلومه شي چې سوداګرو ته څومره زيان اوښتى دى، ما ده ته زنګ ووهه  چې څومره زيان اوښتى دى؟ نو ده ويل چې هېڅ زيان نه دى اوښتى، ما دغه وخت ريكارډ شروع كړ، ويل يې اشرف غني لس لس لكه افغانۍ تجارانو ته وركړي دي، تاسې هلته ناست ياست ناحق راپورونه جوړوئ، نور يې نو ښكنځل پيل كړل، چې ريكارډ دي راسره .))

د کندهار کلید راډیو مسوول احمدالله څرګند په دې اړه وويل، د سوداګرۍ خونې د رئیس د سپکو سپورو په اړه يې رسمي شکايت د ښاغلي زهير له غږيز کليپ سره جوخت ولایت مقام ته استولى، خو په وینا يې چې تراوسه کوم قانوني اقدام نه دی شوى.

د کندهار پریس کلب مسوول سید سرور اماني وايي، په دې اړه به خپل شکایت د رسمي مکتوب له لارې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست او خپله د سوداګرۍ له خونې سره شریک کړي: (( زه وايم چې يو مكتوب جوړ شي د نى او پريس كلب لخوا څخه او كاپيانې به يې ولايت او اطلاعاتو او كلتور ته واستول شي تر څو ځواب ووايي، ورته ليكو چې اساسي قانون اطلاعاتو ته د لاسرسي حق هر وګړي ته وركړى او دا خبريال چې خلكو ته معلومات رسوي نو ستاسې د چارواكو داسې توهين اميزه چلند ناسم دى، دوى بايد ځواب ووايي.))

بلخوا په کندهار کې د نی یا د خبریالانو د ملاتړ ادارې مسوولین وايي، روانه اوونۍ په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکه وه.

د دې اداري مسئول سمیع غیرتمل وايي، روانه اوونۍ په ټول افغانستان كې د خبریالانو په وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ۱۷ پیښې ثبت شوي چې دوه پیښې يې په کندهار کې دي.

غیرتمل زياته كړه، د کندهار کليد راډيو له خبريال تاج محمد ساحل سره د توهين آمېزه چلند موضوع به د نی له مرکزي ادارې او د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره شریکه کړي: (( روانه هفته كې چې د افغانستان په سطحه كمې پېښې موږ ترلاسه كړي شمېر يې له اوولسو څخه راټيټ د پنځلسو- څوارلسو په شمېر دى، دوه د توهين پېښې په كندهار كې دي، يو ډېر بد توهين امېزه چلند د سوداګرۍ د خونې د رئيس لخوا د كليد راډيو له خبريالانو سره د بد چلند دى، موږ په دې اړه اړوندو ادارو ته مكتوب استوو.))

خبریالانو ته سپکي سپورې ويل، د هغوى وهل-ډبول او د مرګ اخطار ورکول هغه موارد دي چې د خبریالانو د ملاتړ اداره يې د روانې اوونۍ د تاوتریخوالي په پیښو کې یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA