ads

ولايتي ادارې د حصارك له جګړه ځپلو سره مرسته وكړه

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د والي سليم کندوزي په لارښوونه يې د حصارک ولسوالۍ له هغو خلکو سره، چې د جګړې له كبله يې زيان ليدلى دى، د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سرچينې په وينا، په مرسته شوو خوراكي توكو كې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
ولايتي ادارې د حصارك له جګړه ځپلو سره مرسته وكړه

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې حصارک ولسوالۍ کې يې جګړه ځپلو خلکو سره د لومړنيو خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د والي سليم کندوزي په لارښوونه يې د حصارک ولسوالۍ له هغو خلکو سره، چې د جګړې له كبله يې زيان ليدلى دى، د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سرچينې په وينا، په مرسته شوو خوراكي توكو كې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي.

خبرپاڼه زياتوي، ولايتي اداره هڅه کوي، چې د سيمې له خلکو سره د نورو مرستو لپاره له مرکز څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې په جګړه ځپلو کورنيو دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې روانه اونۍ د دې ولسوالۍ ولسوال له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د سيمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA