ads

نواز شريف د سعودي له دفاع وزير سره كتلي

راپورونه وايي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزير محمد بن سلمان پرون مازديګر په اسلام اباد کې له لومړي وزير نواز شريف سره کتلي دي.
پاکستاني چارواکو اسلام اباد ته د سعودي عربستان د دفاع وزير د سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړيکو او د منځني ختيځ په تېره بيا د يمن او سوريې د وروستيو بدلونونو په اړه د خبرو تبادله ښودلې ده

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
نواز شريف د سعودي له دفاع وزير سره كتلي

راپورونه وايي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزير محمد بن سلمان پرون مازديګر په اسلام اباد کې له لومړي وزير نواز شريف سره کتلي دي.
پاکستاني چارواکو اسلام اباد ته د سعودي عربستان د دفاع وزير د سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړيکو او د منځني ختيځ په تېره بيا د يمن او سوريې د وروستيو بدلونونو په اړه د خبرو تبادله ښودلې ده.
د سوريې او يمن په جګړو کې له سعودي ايتلاف سره د پاکستان نه يو ځاى کېدو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه سړې کړې دي.
چارواکو ويلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزير اسلام اباد ته تر لنډ سفر وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA