ads

خوست: ۲۹۵ زره ماشومانو ته د پوليو ضد واكسينو كمپاين پيل شو

په خوست کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واكسينو درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې په ترڅ کې به يې په ښار او ولسواليو کې شاوخوا دوه لکه او پنځه نوي زره له پنځو كلونو كم ماشومان واکسين شي

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
خوست: ۲۹۵ زره ماشومانو ته د پوليو ضد واكسينو كمپاين پيل شو

په خوست کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واكسينو درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې په ترڅ کې به يې په ښار او ولسواليو کې شاوخوا دوه لکه او پنځه نوي زره له پنځو كلونو كم ماشومان واکسين شي.

د خوست د کتلوي معافیت ادارې د عامه پوهاوي مشر ډاکتر نجیب الرحمن رحماني وایې، دغه کمپاین کې بر پر خوستیو ماشومانو سربېره وزیرستاني کډوال ماشومان هم واکسین شي: (( ټول دوه لكه، پنځه نوي زره شپږ سوه ماشومانو ته واكسين رسوو، چې په دې كې د وزيرستاني كډوالو ماشومان هم شامل دي.))

ډاکتر نجیب زياته كړه، غير حاضر ماشومان هم د کمپاین په اوږدو کې نوټ او راجستر کیږي، چې دوی ته به بیا د جمعې په ورځ د واکسینو څاڅکي ورکړل شي.

ډاکتر نجیب الرحمن رحماني له خلکو، ديني عالمانو، مخورو او ولسوالانو وغوښتل چې د پوليو ضد واكسينو په کمپاين کې ورسره همکاري وکړي او خپل ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA