ads

ايران د قم پر اټومي بټۍ دفاعي توغندي نصب كړي

ايراني پوځي چارواکو اعلان کړى، چې د قُم اټومي بټۍ د پاسه يې پرمختللي توغندي ځاى پر ځاى کړي دي.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي ويلي، چې ياد توغندي يې د بريد لپاره نه، بلکې د دفاع لپاره ځاى پر ځاى کړي دي

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
ايران د قم پر اټومي بټۍ دفاعي توغندي نصب كړي

ايراني پوځي چارواکو اعلان کړى، چې د قُم اټومي بټۍ د پاسه يې پرمختللي توغندي ځاى پر ځاى کړي دي.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي ويلي، چې ياد توغندي يې د بريد لپاره نه، بلکې د دفاع لپاره ځاى پر ځاى کړي دي.
ايراني چارواکو ويلي، چې په قُم ښار کې د «فردو» اټومي بټۍ د پاسه يې روسي ساخت توغندي د ممکنه بريد د مخنيوي لپاره نصب کړي دي.
د ايران د پوځ يو جنرال فرزاد اسماعيلي وايي، چې د دا ډول توغنديو نصبول په اوس وخت کې اړين دي.
د ايراني چارواکو د معلوماتو له مخې، په روسيه کې جوړ اېس درې سوه ډوله پرمختللي توغندي ۲۵۰ کيلومټره واټن کې هدف په ښه توګه ويشتلى شي.
په سيمه کې ايران له اسراييلو وېره لري، چې ښايي کله هم د دغه هېواد پر اټومي بټيو هوايي بريد ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA