راپورونه وايي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزير محمد بن سلمان پرون مازديګر په اسلام اباد کې له لومړي وزير نواز شريف سره کتلي دي.
پاکستاني چارواکو اسلام اباد ته د سعودي عربستان د دفاع وزير د سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړيکو او د منځني ختيځ په تېره بيا د يمن او سوريې د وروستيو بدلونونو په اړه د خبرو تبادله ښودلې ده.
د سوريې او يمن په جګړو کې له سعودي ايتلاف سره د پاکستان نه يو ځاى کېدو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه سړې کړې دي.
چارواکو ويلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزير اسلام اباد ته تر لنډ سفر وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوى دى.