د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د داعش او القاعده ډلو په وړاندې عملياتو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي پرون ناوخته رسنيو ته وويل، چې د کوټې په نوشکي سيمه کې يې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړي او دغه راز يې په القاعده ډلې پورې اړوند شپږ کسان نيولي، چې يو پکې مهم قوماندان هم شامل دى.
د هغه په وينا، داعش پورې تړلو کسانو په سيمه کې خلک د سوريې جګړې ته هڅول.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د داعش او القاعده ډلو په ضد يې ياد عمليات تر استخباراتي معلوماتو وروسته ترسره کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ