ads

پاكستان په بلوچستان كې د داعش او القاعده ضد عمليات پيل كړي

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي پرون ناوخته رسنيو ته وويل، چې د کوټې په نوشکي سيمه کې يې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړي او دغه راز يې په القاعده ډلې پورې اړوند شپږ کسان نيولي، چې يو پکې مهم قوماندان هم شامل دى

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
پاكستان په بلوچستان كې د داعش او القاعده ضد عمليات پيل كړي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د داعش او القاعده ډلو په وړاندې عملياتو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي پرون ناوخته رسنيو ته وويل، چې د کوټې په نوشکي سيمه کې يې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړي او دغه راز يې په القاعده ډلې پورې اړوند شپږ کسان نيولي، چې يو پکې مهم قوماندان هم شامل دى.

د هغه په وينا، داعش پورې تړلو کسانو په سيمه کې خلک د سوريې جګړې ته هڅول.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د داعش او القاعده ډلو په ضد يې ياد عمليات تر استخباراتي معلوماتو وروسته ترسره کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA