ads

هند د كشمير د معترضينو مشران نيسي

د هند د ملي امنيت چارواکو رسنيو ته ويلي، دوى په کشمير کې د څلور سوه هغو کسانو لېست چمتو کړى، چې له حزب المجاهدين او يو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره تړاو لري

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
هند د كشمير د معترضينو مشران نيسي

هندي حکومت په کشمير کې د هغو اعتراض کوونکو ډلو د مشرانو د نيولو لړۍ پيل کړې، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې په هندي کشمير کې پراخ اعتراضونه پيل کړي دي.

د هند د ملي امنيت چارواکو رسنيو ته ويلي، دوى په کشمير کې د څلور سوه هغو کسانو لېست چمتو کړى، چې له حزب المجاهدين او يو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره تړاو لري.

هندي چارواکي وايي، يادو کسانو په کشمير کې عام خلک اعتراضونو ته هڅول او پر پوليسو يې د بريدونو لارښوونې ورته كولې.

په هندي کشمير کې اعتراضونه وروسته له هغې دوه مياشتې وړاندې پيل شول، چې د حزب المجاهدين يو مهم قوماندان برهان واني له پوليسو سره په يوه وسله واله نښته کې ووژل شو.

له کابو دوه نيمو مياشتو راهيسې په هندي کشمير کې د پيل شوو عملياتو په مهال نيږدې نوي تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA