ads

لغمان: ۳۳ ښوونځيو كې رغنيزې پروژې پيل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، چې د ۷۶ ملیونه افغانیو په ارزښت یې د دې ولايت د ۳۳ ښوونځیو لپاره د چاردیوالۍ او اوبو رسونې شبکو چارې پیل کړې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولايت د مرکز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ۳۳ ښوونځیو د چاردیوالي او اوبو رسونې کارونه د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا ، د پوهنې د ادارې مسوولینو او د یو شمېر چارواکو له لوري په مرکز مهترلام کې نن رسما پیل شوې

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
لغمان: ۳۳ ښوونځيو كې رغنيزې پروژې پيل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، چې د ۷۶ ملیونه افغانیو په ارزښت یې د دې ولايت د ۳۳ ښوونځیو لپاره د چاردیوالۍ او اوبو رسونې شبکو چارې پیل کړې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولايت د مرکز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ۳۳ ښوونځیو د چاردیوالي او اوبو رسونې کارونه د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا ، د پوهنې د ادارې مسوولینو او د یو شمېر چارواکو له لوري په مرکز مهترلام کې نن رسما پیل شوې.
خبرپاڼه وایي، په یادو پروژو ۷۶ میلیونه، ۱۷۲ زره او ۱۱۱ افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د ایکویپ برنامې له لارې به يې چارې د نړیوال بانک په مالي مرسته په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.
سرچینه وایي، د دغو ښوونځیو له جملې یې، پنځه په مرکز، شپږ په قرغیو، شپږ په دولت شاه، اته یې الینګار، شپږ په الیشنګ او دوه یې په بادپښ ولسوالۍ کې جوړیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA