پاکستاني پوليس وايي، چې په لاهور ښار کې يې د نښتې په ترڅ کې څلور ترهګر وژلي او درې نور په تېښته بريالي شوي دي.
پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې پېښه تېره شپه د لاهور ښار مناوا سيمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د چارواکو په خبره، يادو وسله والو ترهګرو د مون مارکېټ په بمي چاودنو کې لاس درلود.
د وژل شوو وسله والو نومونه زبير، عبدالوهاب، عدنان او عتيق الرحمن ښودل شوي، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز پوليسو ويلي، چې يادو کسانو څو کاله وړاندې په لاهور کې د سريلانکا د کرکټ پر ملي لوبډلې بريد کې هم لاس درلود.
په سيمه کې د تښتېدلو وسله والو د موندلو لپاره عمليات روان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ