د لغمان ولایتي چارواکي وایي، چې د ۷۶ ملیونه افغانیو په ارزښت یې د دې ولايت د ۳۳ ښوونځیو لپاره د چاردیوالۍ او اوبو رسونې شبکو چارې پیل کړې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولايت د مرکز په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ۳۳ ښوونځیو د چاردیوالي او اوبو رسونې کارونه د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا ، د پوهنې د ادارې مسوولینو او د یو شمېر چارواکو له لوري په مرکز مهترلام کې نن رسما پیل شوې.
خبرپاڼه وایي، په یادو پروژو ۷۶ میلیونه، ۱۷۲ زره او ۱۱۱ افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د ایکویپ برنامې له لارې به يې چارې د نړیوال بانک په مالي مرسته په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.
سرچینه وایي، د دغو ښوونځیو له جملې یې، پنځه په مرکز، شپږ په قرغیو، شپږ په دولت شاه، اته یې الینګار، شپږ په الیشنګ او دوه یې په بادپښ ولسوالۍ کې جوړیږي.