ads

جمهور رئيس او اجرائيه رئيس يو ځل بيا سره ګوري

ټاكل شوې ده، چې ډېر ژر د جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ دويمه غونډه جوړه شي. د اجرائيه رياست رسنيز سلاكار حشمت رادفر كليد ته وويل، چې تراوسه د دې غونډې د جوړېدو كره نېټه نه ده ټاكل شوې، خو په قوي احتمال دواړه مشران به نن يا سبا […]

نویسنده: The Killid Group
31 زمری 1395
جمهور رئيس او اجرائيه رئيس يو ځل بيا سره ګوري

ټاكل شوې ده، چې ډېر ژر د جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ دويمه غونډه جوړه شي.

د اجرائيه رياست رسنيز سلاكار حشمت رادفر كليد ته وويل، چې تراوسه د دې غونډې د جوړېدو كره نېټه نه ده ټاكل شوې، خو په قوي احتمال دواړه مشران به نن يا سبا سره وګوري.

د رادفر په وينا، په دې ليدنه كې اجرائيه رئيس د جمهور رئيس غني خبرې اوري او په نورو غونډو كې به د دغو خبرو پايلې اعلان شي: (( د جمهور رئيس او  اجرائيه رئيس د دوهمې ليدنې په اړه وخت نه دى ټاكل شوى، خو كيداى شي د وضعيت د ښه والي لپاره نن يا سبا دواړه مشران سره كېني، په لومړۍ ليدنه كې اجرائيه رئيس خبرې كړې دي، په دوهمه ليدنه كې شايد جمهور رئيس هم خبرې وكړي، خو په دريمه ليدنه كې به ارزيابي كېږي او پريكړه به يې له ولس سره شريكېږي.))

بل خوا رادفر د ملي يووالي حكومت د مشرانو ترمنځ خبرې د جمهوري رياست او اجرائيه رياست ترمنځ د روانو سياسي اختلافاتو د پاى ته رسولو لپاره يوازينۍ لاره بولي او هيله من دى، چې دواړه مشران ډېر ژر هوكړې ته سره ورسېږي: (( له دې بله چاره نه شته چې دغه ناندرۍ ختمې شي، دا په دې پورې تړلې ده چې دواړه لوري څومره چمتو دي چې يو او بل قانع كړي، خبره يې واوري او يو بل درك كړي، موږ د سياسي بې ثباتۍ لپاره دوهم انتخاب نه لرو.))

دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ارګ اعلان وكړ، چې جمهور رئيس او اجرائيه رئيس په يوې صميمي فضا كې له يو بل سره وليدل.

ارګ وايي، اوس مهال جمهور رئيس د اجرائيه رئيس خبرې، چې په دې غونډه كې مطرح شوې وې، ارزوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA