د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، یونیسف ادارې ورسره یو ځل بیا د روغتیا او پوهنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو له دفتر څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ولایت کې د یونیسف ادارې مشرې له ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال ډاډ وركړى چې په دغه ولایت کې به د روغتیا او پوهنې په برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي .
دغه لیدنه چې پرون د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، د یونیسف ادارې مشرې يې په ترڅ كې وویل، اداره یې ژمنه ده چې د پولیو ضد واکسین د ښه تطبیق په موخه د ولایت مقام په همغږۍ د دغه ولایت د عامې روغتیا ادارې سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
نوموړې همدا راز زیاته کړه، اداره یې پلان لري، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پوهنیزو چارو د ګړندیتوب او غښتلتیا په موخه په اړونده برخه کې د بیارغونې کارونه ترسره کړي .
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ننګرهار والي سلیم کندوزي د یونیسف ادارې له لوري د ترسره شويو مرستو مننه كړې او ټینګار یې وکړ، چې یاده اداره دې د روانو مرستو ترڅنګ د اړتیا له مخې د دغه ولایت وګړو سره په بېلابېلو برخو کې لا زیاته همکاري وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ