راپورونه وايي، د يمن په شمالي برخه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو هوايي بريد کې پنځلس کسان وژل شوي دي.
د يمن ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، بريد د پايتخت صنعا پر يو روغتون شوى، چې له كبله يې د درېيو ډاکټرانو په ګډون پنځلس کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په دغه هوايي بريد کې د روغتون زياته برخه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
دا په تېر يو کال کې په يمن کې پر روغتونونو د سعودي عربستان څلورم بريد بلل کېږي، چې ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د روانې اګسټ مياشتې په ديارلسمه نېټه د سعودي عربستان جنګي الوتکو په مټ پر يو ښوونځي د هوايي بريد سخته غندنه او د بريدونو د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.
په دغه بريد کې د ښوونځي لس ماشوم زده کوونکي وژل شوي او اته ويشت نور ټپيان شوي وو.
په يمن کې د حوثي شيعه وسله والو په ضد له تېرو دوو کلونو راهيسې د سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو هوايي بريدونو او مخامخ نښتو کې د دواړو لوريو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يمن ډېرى سيمې د ايران پلوه شيعه حوثي وسله والو په ولکه کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ