دد امريكا په الباما ايالت كې د يوې كوچنۍ الوتكې د راغورځېدو په پېښه كې شپږ تنه مړه شوي دي.
په وژل شويو كسانو كې درې ښځې او درې نارينه دي چې درې واړه جوړې او واده كړي كسان وو.
د الباما پوليس وايي، دغې الوتكې له ټسكالوسا هوايي ډګر څخه تر پرواز لږ وروسته ځمكې ته بېرته په سيسټم كې د خرابۍ پيغام مخابره كړى و، خو بېرته ځمكې ته په راكوزېدو سره ځغاست ليكې ته نږدې يې الوتكه د ونو په ځنګل كې غورځېدلې ده.
د الباما په ټسكالوسا كې د نارت پورټ ښاروال وايي، درې واړه جوړې په فلوريډا كې د غاښونو د طب په اړه له يو كنفرانس څخه اوكسفرډ ته روانې وې خو الوتكه يې له پرواز سمدستي وروسته په راګرځېدو كې پرېوتې ده.
ښاروالۍ دا هم ويلي، چې پوليس او د ژغورنې عمله په دريو دقيقو كې د الوتكې دغورځېدو ځاى ته رسېدلې ده.
په الباما كې د ډبليو بي آر سي په نوم د يو ټلويزيون راپور وايي، په مړو شويو كسانو كې د جيسن او لي په نوم له يوې واده كړې جوړې درې بچيان پاتې شوي دي، همدا راز د يوې بلې جوړې نه پنځه ماشومان پاتې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ