ads

امريكا: د يوې الوتكې د پرېوتو پېښه كې ۶ كسه مړه شوي

دد امريكا په الباما ايالت كې د يوې كوچنۍ الوتكې د راغورځېدو په پېښه كې شپږ تنه مړه شوي دي. په وژل شويو كسانو كې درې ښځې او درې نارينه دي چې درې واړه جوړې او واده كړي كسان وو. د الباما پوليس وايي، دغې الوتكې له ټسكالوسا هوايي ډګر څخه تر پرواز لږ وروسته […]

نویسنده: The Killid Group
25 زمری 1395
امريكا: د يوې الوتكې د پرېوتو پېښه كې ۶ كسه مړه شوي

دد امريكا په الباما ايالت كې د يوې كوچنۍ الوتكې د راغورځېدو په پېښه كې شپږ تنه مړه شوي دي.

په وژل شويو كسانو كې درې ښځې او درې نارينه دي چې درې واړه جوړې او واده كړي كسان وو.

د الباما پوليس وايي، دغې الوتكې له ټسكالوسا هوايي ډګر څخه تر پرواز لږ وروسته ځمكې ته بېرته په سيسټم كې د خرابۍ پيغام مخابره كړى و، خو بېرته ځمكې ته په راكوزېدو سره ځغاست ليكې ته نږدې يې الوتكه د ونو په ځنګل كې غورځېدلې ده.

د الباما په ټسكالوسا كې د نارت پورټ ښاروال وايي، درې واړه جوړې په فلوريډا كې د غاښونو د طب په اړه له يو كنفرانس څخه اوكسفرډ ته روانې وې خو الوتكه يې له پرواز سمدستي وروسته په راګرځېدو كې پرېوتې ده.

ښاروالۍ دا هم ويلي، چې پوليس او د ژغورنې عمله په دريو دقيقو كې د الوتكې دغورځېدو ځاى ته رسېدلې ده.

په الباما كې د ډبليو بي آر سي په نوم د يو ټلويزيون راپور وايي، په مړو شويو كسانو كې د جيسن او لي په نوم له يوې واده كړې جوړې درې بچيان پاتې شوي دي، همدا راز د يوې بلې جوړې نه پنځه ماشومان پاتې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA