په امريکا کې د زيکا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي، د زيکا ويروس يوه پېښه يې په لومړي ځل په داسې يو کس کې موندلې، چې له دغه هېواده يې کوم بل هېواد ته سفر هم نه دى کړى.
روغتيايي چارواکي وايي، چې ښايي دغې ناروغۍ ياد کس ته د جنسي اړيکو له لارې سرايت کړى وي.
په لومړي ځل دغه ناروغي په برازيل کې وموندل شوه، چې ډېرى زيان يې نويو زېږېدلو ماشومانو ته پېښ کړى دى. په امريکا کې د زيکا ويروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
امريکايي روغتيايي چارواکو ويلي، د زيکا ويروس يوه پېښه يې په لومړي ځل په داسې يو کس کې موندلې، چې له دغه هېواده يې کوم بل هېواد ته سفر هم نه دى کړى.
روغتيايي چارواکي وايي، چې ښايي دغې ناروغۍ ياد کس ته د جنسي اړيکو له لارې سرايت کړى وي.
په لومړي ځل دغه ناروغي په برازيل کې وموندل شوه، چې ډېرى زيان يې نويو زېږېدلو ماشومانو ته پېښ کړى دى.
دغه ويروس د نويو زېږېدلو ماشومانو د بدن غړي کمزوري کوي او د معلول په شکل لويېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان خبردارى ورکړى، چې ښايي دغه ناروغي په ټوله نړۍ کې خپره شي او وبايي بڼه خپله کړي.