ads

اشټون كارټر غواړي د امريكا دفاعي بودجه زياته شي

د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد دفاعي بوديجه دې څلور برابره زياته كړاى شي.نوموړي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې په ختيځه اروپا کې د روسيې د زياتېدونکې مداخلې او په ځانګړي ډول په اوکراين کې د لاسوهنې ګواښ په مقابل کې بايد دوى چمتو واوسي.د […]

نویسنده: The Killid Group
14 سلواغه 1394
اشټون كارټر غواړي د امريكا دفاعي بودجه زياته شي

د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد دفاعي بوديجه دې څلور برابره زياته كړاى شي.
نوموړي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې په ختيځه اروپا کې د روسيې د زياتېدونکې مداخلې او په ځانګړي ډول په اوکراين کې د لاسوهنې ګواښ په مقابل کې بايد دوى چمتو واوسي.
د امريکا د دفاع وزير زياته کړه، چې دښمن بايد پوه شي، که د کوم بريد هوډ لري، نو سختې ماتې سره به مخ شي. د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد دفاعي بوديجه دې څلور برابره زياته كړاى شي.
نوموړي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې په ختيځه اروپا کې د روسيې د زياتېدونکې مداخلې او په ځانګړي ډول په اوکراين کې د لاسوهنې ګواښ په مقابل کې بايد دوى چمتو واوسي.
د امريکا د دفاع وزير زياته کړه، چې دښمن بايد پوه شي، که د کوم بريد هوډ لري، نو سختې ماتې سره به مخ شي.
پنټاګون د داعش وسله والې ډلې په ضد د مبارزې په برخه کې هم د بوديجې دوه برابره کېدو غوښتنه کړې ده.
د امريکايي چارواکو په باور داعش وسله والې ډلې سره مبارزه به کلونه وخت ونيسي، ترڅو وتوانېږي ترهګري له منځه يوړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA