د کيوبا د واکمن کمونيست ګوند مشر راول کاسترو په يو تاريخي سفر اروپا ته رسېدلى دى.
د رپوټونو له مخې، راول کاسترو وروسته له هغې، چې څو کاله وړاندې يې واک له خپل ورور فيدرل کاسترو څخه ترلاسه کړ، فرانسوي چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو په هدف دغه هېواد کې دى.
نوموړي له خپل فرانسوي سيال فرانسوا اولاند سره د سوداګرۍ، توريزم او يو لړ نورو برخو کې لاسليکونه کړي دي.
کيوبا غواړي تر اقتصادي بنديزونو وروسته نړيوالو سره خپلې اقتصادي او سياسي اړيکې له سره ورغوي. د کيوبا د واکمن کمونيست ګوند مشر راول کاسترو په يو تاريخي سفر اروپا ته رسېدلى دى.
د رپوټونو له مخې، راول کاسترو وروسته له هغې، چې څو کاله وړاندې يې واک له خپل ورور فيدرل کاسترو څخه ترلاسه کړ، فرانسوي چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو په هدف دغه هېواد کې دى.
نوموړي له خپل فرانسوي سيال فرانسوا اولاند سره د سوداګرۍ، توريزم او يو لړ نورو برخو کې لاسليکونه کړي دي.
کيوبا غواړي تر اقتصادي بنديزونو وروسته نړيوالو سره خپلې اقتصادي او سياسي اړيکې له سره ورغوي.
پر کيوبا وروسته له هغې اقتصادي بنديزونه لرې شول، چې د امريکا متحده ايالتونو سره يې تر پنځوس کلن سياسي جنجال وروسته اړيکې عادي شوې.