ads

خوست كې د خپل وطن، ګل وطن فوټبال سيالۍ پاي ته ورسېدې

په خوست ولايت کې د خپل وطن او ګل وطن تر سرليک لاندې د فوټبال جوړې شوې سيالۍ د غرغښت ټلويزيون د لوبډلې په بريا پاي ته ورسيدې.د خوست المپيک امريت مسوولين وايي، دا سيالۍ يې په دې موخه جوړې کړې وي، چې ځوانان له خپل وطن سره مينه پيدا کړي: (( دا سيالۍ د […]

نویسنده: The Killid Group
11 سلواغه 1394
خوست كې د خپل وطن، ګل وطن فوټبال سيالۍ پاي ته ورسېدې

په خوست ولايت کې د خپل وطن او ګل وطن تر سرليک لاندې د فوټبال جوړې شوې سيالۍ د غرغښت ټلويزيون د لوبډلې په بريا پاي ته ورسيدې.
د خوست المپيک امريت مسوولين وايي، دا سيالۍ يې په دې موخه جوړې کړې وي، چې ځوانان له خپل وطن سره مينه پيدا کړي: (( دا سيالۍ د دې لپاره وې چې دوي خپل وطن کې کار روزګار ځانته پيدا کړي او همدراز د فوټبال لوبډلو ته هم د مالي تمويل د رامنځته کولو هڅه وشې.))
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ وايي، په راتلونکي کې د دا ډول نورو سياليو جوړولو پلان هم لري. په خوست ولايت کې د خپل وطن او ګل وطن تر سرليک لاندې د فوټبال جوړې شوې سيالۍ د غرغښت ټلويزيون د لوبډلې په بريا پاي ته ورسيدې.
د خوست المپيک امريت مسوولين وايي، دا سيالۍ يې په دې موخه جوړې کړې وي، چې ځوانان له خپل وطن سره مينه پيدا کړي: (( دا سيالۍ د دې لپاره وې چې دوي خپل وطن کې کار روزګار ځانته پيدا کړي او همدراز د فوټبال لوبډلو ته هم د مالي تمويل د رامنځته کولو هڅه وشې.))
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ وايي، په راتلونکي کې د دا ډول نورو سياليو جوړولو پلان هم لري.
د خپل وطن ګل وطن فوټبال سيالۍ چې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د خوست  دولسو فوټبال لوبډلو په کې برخه اخستې وه، چې مالي ملاتړ يې ملي او سيمه ييزو رسنيو او ځينې دولتي ادارو کړي و.
پاي لوبې ته د غرغښت تلويزون او د خوست د ولايتي شورا لوبډلو لاره پيدا کړه وه، چې غرغښت تلويزون لوبډلې وکولاي شول خپلې سيالي لوبډلې ته د پينالټي شاټونو په وهلو سره ماتې ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA