ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د سوريې د کړکېچ په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پيل شي.
په ملګرو ملتونو کې د سوريې ځانګړي استازي ويلي، چې د سولې له مذاکراتو وړاندې بايد اوربند ټينګ شي.
نوموړي ټينګار کړى، چې په جينوا کې له کېدونکو خبرو وړاندې به د اوربند په اړه پرېکړه کېږي. ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د سوريې د کړکېچ په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پيل شي.
په ملګرو ملتونو کې د سوريې ځانګړي استازي ويلي، چې د سولې له مذاکراتو وړاندې بايد اوربند ټينګ شي.
نوموړي ټينګار کړى، چې په جينوا کې له کېدونکو خبرو وړاندې به د اوربند په اړه پرېکړه کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه د سولې خبرې تر دې وړاندې پيل شوې واى، خو د سوريې حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ په مذاکراتو کې د ګډون کوونکو استازو د لېست پر سر لانجه وه، چې وروسته يوې هوکړې ته ورسېدل.
په سوريه کې د تېرې پنځه کلنې جګړې له كبله سلګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او نږدې يو نيم ميليون وګړي کډوالۍ ته اړ شوي دي.