ads

د تركيې لومړى وزير راتلونكې اوونۍ سعودي ته ځي

ټاکل شوې ده، چې د ترکيې لومړى وزير احمد داود اوغلو راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي.د ډېلي صباح په نوم يوې خبري شبکې ويلي، چې نوموړى به په سعودي عربستان کې د دغه هېواد له مشرانو سره تر کتنې وروسته جدې ته لاړ شي او هلته به د اسلامي همکاريو د سازمان له […]

نویسنده: The Killid Group
6 سلواغه 1394
د تركيې لومړى وزير راتلونكې اوونۍ سعودي ته ځي

ټاکل شوې ده، چې د ترکيې لومړى وزير احمد داود اوغلو راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د ډېلي صباح په نوم يوې خبري شبکې ويلي، چې نوموړى به په سعودي عربستان کې د دغه هېواد له مشرانو سره تر کتنې وروسته جدې ته لاړ شي او هلته به د اسلامي همکاريو د سازمان له استازو سره د سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي. ټاکل شوې ده، چې د ترکيې لومړى وزير احمد داود اوغلو راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د ډېلي صباح په نوم يوې خبري شبکې ويلي، چې نوموړى به په سعودي عربستان کې د دغه هېواد له مشرانو سره تر کتنې وروسته جدې ته لاړ شي او هلته به د اسلامي همکاريو د سازمان له استازو سره د سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې سعودي عربستان ته د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردغان هم سفر کړى و او د خپلو دوه اړخيزه اړيکو د پياوړتيا په اړه يې ګټورې خبرې کړې وې.
ترکيه او سعودي عربستان په سوريه کې د بشارالاسد د حکومت نسکورولو په اړه ګډ دريځ او په سيمه کې ګډ ډيپلوماټيک نظر لري.
دواړه هېوادونه په سوريه کې د بشارالاسد له مخالفينو سره په مرستو هم تورن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA