ads

امريكا: د واورې له توپان وروسته وضعيت نورمال شوى

د امريکا په متحده ايالتونو کې د واورې له څو ورځني توپان وروسته اوس په يو شمېر ايالتونو کې وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدونکى دى.امريکايي چارواکو ويلي، چې د يو شمېر هوايي ډګرونو ځغاست ليكې يې له واورو پاکې کړي، د لويو سړکونو د پاکولو کار يې چټک کړى او په يو شمېر ايالتونو کې […]

نویسنده: The Killid Group
5 سلواغه 1394
امريكا: د واورې له توپان وروسته وضعيت نورمال شوى

د امريکا په متحده ايالتونو کې د واورې له څو ورځني توپان وروسته اوس په يو شمېر ايالتونو کې وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدونکى دى.
امريکايي چارواکو ويلي، چې د يو شمېر هوايي ډګرونو ځغاست ليكې يې له واورو پاکې کړي، د لويو سړکونو د پاکولو کار يې چټک کړى او په يو شمېر ايالتونو کې خلک کولى شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي. د امريکا په متحده ايالتونو کې د واورې له څو ورځني توپان وروسته اوس په يو شمېر ايالتونو کې وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدونکى دى.
امريکايي چارواکو ويلي، چې د يو شمېر هوايي ډګرونو ځغاست ليكې يې له واورو پاکې کړي، د لويو سړکونو د پاکولو کار يې چټک کړى او په يو شمېر ايالتونو کې خلک کولى شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې تر اړين کار پرته دې په واټونو کې ګرځېدل نه کوي، ځکه په وينا يې اوس هم د زياتې واورې د ورېدو له كبله به له ګډوډ نظام سره د دوى ژوند په خطر کې کېوځي.
له تېرې پنجشنبې ورځې د واشنګټن په ګډون نيويارک او نورو لويو ښارونو کې نږدې اتيا سانتي متره واوره ورېدلې وه، چې له كبله يې نولس کسان مړه شوي وو او د خلکو پر مخ ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې وې.
چارواکو دا د امريکا په تاريخ کې خطرناک واورين توپان بللى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA